ليمو کې مې اوسيږې د ګلونه ښايسته يې
سلګۍ مه شه خوږ ژونددی د مينې پلوشه يې
مسکا نه دی ځاريږمه تاثير لرې په سترګو
بڼو نه دې ځاريږم ته زما د زړه ټوټه يې
درلېږم دوعا ګانې به د مينې له فضا نه
د زرو په کاسه کې له شاتو نه خوږه يې
ځلانده ستورې اوسې شینکي اسمان لمن کې
د خويندو په قطار کې يوه بله شان ډيوه يې
پښتو به په تا وياړي ای دسولې سندر بولې
را پورته دې اواز کړه د وخت هسکه شمله يې
رڼا به مې ړندې شي ديدن دی تر ما راوړه
زر ګرې ،ګل پرستې غيرت يې، حما سه يې