کور / تازه خبرونه / پكتيا د ماين چاودني دوه پوځيان مړه او پنځه ټپيان كړل

پكتيا د ماين چاودني دوه پوځيان مړه او پنځه ټپيان كړل

د شنبې په ورځ د پكتيا په ولايت كي د ملي پوځ دوه پوځيان وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي دغه پوځيان د سړك د غاړي په يوه چاودنه كي چي د زرمت په ولسوالي كي د پوځيانو پر موټر ترسره سوې، وژل سوي دي.
د پكتيا مرستيال والي عبدالرحمان د زينهووا آژانس سره د خبر پر مهال پېښه تائېدوي او وايي پوځيان په ګزمه وتلي وو، چي له دې پېښي سره مخ سول.