کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په (( ملي؟ ټلواله)) کې درزونه او دايتلافونو هڅې

په (( ملي؟ ټلواله)) کې درزونه او دايتلافونو هڅې

!ملگرو اې خورو ورو ملګرو
په دې وېرېږم چې ناښاد به شیء
دزمانې دتوپانو مخې ته
که سره يو نه شیء برباد به شیء

په دې وروستيو کې دپخوانۍ شمالي او اوسنۍ ((ملي ؟ ټلوالې)) په منځ کې په ښکاره يو لړ درزونه را برسېره شوي دي .
نيمه ټلواله په ډاکټر عبدالله پسې ولاړه ده او هغه يې راتلونکو ټولټانکو ته نوماند کړی دی او نيمه نوره  په قسيم فهيم پسې چې وايی ډاکټر عبدالله نه مني .


په ښکاره خو په دې اړه هېڅ اسناد نشته چې دغه ټلواله دڅه پر سر دوه ټوکه شوې ده  خو دځينو سرچينو دمعلوماتو له مخې ولسمشري کرزي فهيم ته ژبه ټکولې ده چې په راتلونکې کې به يې دمسعود دورور ځای ناستی کړي .

دا خبره يو څه معقوله هم برېښي خو په دې اړه بيا شک کول پکار دي چې ټلوالې به له فهيم او ملګرو سره خپله لاره هم بدله کړې وي او که به يې په ظاهره يوه ننداره جوړه کړې وي .

ډېره اندېښنه له دې څخه ده چې دکورنيو چارو دپخواني وزير مقبل کيسه دتکرار په حال کې ده چې کرزي ته به يې ويل ستا ملګری يم خو کار به يې دټلوالې په خوښه کاوه .

اوس هم ځينې خلک وايي چې کېدای شي ټلواله داسې يوې پرېکړې ته رسېدلي وي چې په دواړو کې خپلې ګټې خوندي کړي .

که احيانا کرزی بريالی کېږي نو فهيم به وار له مخه ورته ځان رسولی وي او هر څه چې وغواړي پرې کولای به يې شي .
ان که دجنګي جنايتکارانو دمحاکمې خبره هم راپورته کېږي نو فهيم کولای شي چې دخپلې دتېرې واکمنۍ دمهال په څېر پرې پرده راکاږي .


دغه راز ټلواله  هڅه کوي چې له نورو کانديدانو  لکه احدي ، احمدزی او جلالي سره هم يوه ايتلاف ته ورسېږي اوهغه مهال چې کرزی ناکامېږي نو دخپلو ګټولپاره به له دغه ايتلاف څخه کار اخلي .

کرزي خو  په افغانستان کې دملي وحدت پر ضد او تر لږکيو داکثريت دحقونو دځارولو په برخه کې ډېر په زړه پورې بنسټ ايښی دی .
ان که ده ته هزاره او پنجشيريانو يوه رايه هم ورکړه خو يوې رايې دومره اغېز درلوده چې دواړو قومونو دولسمشر دمرسيتال وياړ تر لاسه کړ .


اوس نو چې هر څوک په افغانستان کې واک ته رسېږي دکرزي دغه ناوړه سنت او لاره به تکراروي او يو لاس به يې له هزاره او بل له تاجکه جوړوي .

که فرض کړو چې کرزی ناکام شو نوډېر احتمال شته ، يو بل تن  چې دوی يې لوېديځ ځپلي بولي لکه احدي ، احمدزی او جلالي به واک ته رسېږي او ددغو کسانو لپاره دفهيم په پرتله يو نسبي ديموکرات مرستيال په کار دی.

او دې کار ته تر  ډاکټر عبدالله ښه بديل په پنجشېر کې نه پېدا کېږي.

تاوان دچادی ؟

دټلوالې ګټې خو په غالب ګمان که کرزی وي او بل څوک خوندي دي خو ولس به څه کوي او له کومه لوري به حلالېږي .

په تېرو څو کلونو کې چې دولس پرضد د ټلوالو غړو او پلويانو هر څه کړي دي ټولې نړۍ ته معلوم دي او ديادولو  اړتيا يې نشته .

خو ستونزه داده چې اوس ټول کانديدان داسې فکر کوي چې دشمال ټولوالې له ملګرتوبه پرته واک ته رسېدل ناشوني دي حال دا چې دا يواځې ددوی وېره ده .

په تېر ځل کې کرزي ته شمال ټلوالې يوه رايه ورکړې وه   چې دا ټولې نړۍ ته معلومه ده  نو ر دې کرزی ووايي چې يا دهزاره او يا دتاجک په رايه بريالی شوی دی .

اوس ټول کانديدان داسې فکر کوي چې په افغانستان باندې لمر هم دټلوالې له برکته راخېژي او خدای ورته روزي هم ددوی په خاطر ورکوي نو ځکه يې ايتلاف ته لېواله دي .

ويل کېږي په افغانستان کې دروسانو پر مهال اقرار نه کول او مرګ دواړه برابر وه ځکه که به دې اقرار وکړ هم وژل کېدې به او که به دې نه کاوه هم تر هغه مهاله به يې وهلې چې مړ به شوې .

نو اوس زموږ ولس ته هم له ټلوالې سره ايتلاف او وژل  برابر دي او په دې کې دشک ځای هم پاتې نه دی .
دروم دنامتو ليکوال هومر خبره ده  چې هغه دوخت دارباب الانواعو په اړه کړې ده وايي : (( تر هغه پورې چې دغه ددرواغو ارباب الانواع او الهې دانسان په ژوند باندې حاکميت لري  نو انسان  به تر هغه مهاله دنيمکرغي مخ په سترګو هم ونه ويني  . ))


زموږ په هېواد کې دغه خبره دټوپکسالارانو اوپه ځانګړي ډول دشمالي ټلوالې په اړه صدق کوي او ټول خلک په دې باور دي ، تر هغه مهاله  چې دوی دافغانستان په برخليک واکمن وي نو هېڅوک به هم دخوشالۍ ساه وانه خلي .

له همدې امله مو ټولو کانديدانو ته سوال دی چې له ټلوالې سره له هر ډول ايتلافه تېرشي ځکه دا کار هم ددوی په ګټه دی او هم ددې بېوسه او ربړېدلي ولس او هېواد!