کور / تازه خبرونه / لوګر: د درو طالبانو د وژني خبر وركړل سو

لوګر: د درو طالبانو د وژني خبر وركړل سو


د ناټو او افغان پوځيانو له خوا په لوګر ولايت كي د درو طالب جنګياليو د وژني خبر وركړل سو.
امريكايي پوځيان وايي د شنبې په ورځ يې له افغان پوځيانو سره په ګډه د لوګر ولايت په يوه كليواله سيمه كي درې طالب وسله وال هغه وخت ووژل، چي هغوى دوى ته له تسليمۍ ډډه وكړه.
طالبانو د ايتلافي ځواكونو د دې ادعا په باب څه نه دي ويلي، خو له تېري مياشتي راهيسي چي په لوګر ولايت كي نوي امريكايي پوځيان ځاى پر ځاى سوي دي، په اونۍ كي دوه درې ځله د دغسي وژنو خبرونه وركول كېږي.
بلي خواته د حميدالله احمدزي په نامه د سيمي څخه يوه تن لر او بر ويپباڼي ته وويل چي په دې بريد كي ملكي كسان وژل سوي دي، چي يوه مور له خپل ماشوم سره او بل هم د كلي ملا امام دئ،.