تا ئې مازدیګـــــــــــــــــر چې د ایرو لمنه ډکه کړه
ځکه خو ملنګ هم د ښـــــــــــــــیرو لمنه ډکه کړه
واخ ! چې په اتڼ کې به ئې څڼې کړې خوارې ورې
اوس ئې د ځـــــــــــوانی نه هـــدیرو لمنه ډکه کړه
کلی خو د یاد دی چې لونګــــــو به فصلـــونه کړل
خدای زده چې اوس چا ئې له سکارو لمنه ډکه کړه
تیره شپه سپوږمۍ په ګناهونو کـــــــې را ګیره وه
رب ته زاهېـــــــــــــدانو په زارو لمنه ډکه کــــــړه
بس ملنـــګه ستا ښــېرې قبولـــــې شوې پوهیږمه
وچو نښتـــــــــــــــرونو پاس د غرو لمنه ډکه کړه
کلي ته « ځـــــــــدراڼه » نبلده غـــــــل راغلی وو
مونږ ورته کتل چې ده د ســــــــــرو لمنه ډکه کړه
سویډن ــ مالمو
۲۰۰۹/۱/۲۱