د انډونيزيا حكومت په پلازمېنه جاركارتا كي ۶۸ افغانان دغه هيواد ته د غير قانوني ورتګ په تور نيولي دي.
د انډونيزيا حكومت وايي دغه كسان به په بنټن كي د مهاجرينو ادارې ته ولېږي، چي هغوى به تحقيقات ځني وكړي او وروسته به يې په اړه تصميم ونيسي.
د پوليسو په وينا دغو افغانانو غوښتل د انډونيزيا له لاري اسټراليا ته د پناه اخيستلو دپاره ولاړ سي.