د هالنډ شهزادا ويلم الکساندر افغانستان ته دخپل دريم سفر څخه چي دا ځل پټ ساتل سوی څخه بيرته نن جمعه هالنډ ته ستون سو.
د هالنډ د دفاع وزارت لخوا د ورکړه شوو معلوماتو له مخي ويلم الکساندر په ارزګان او کندهار کي د خپلو مېشتو سرتېرو سره او تجهيزاتو څخه تر لېدو وروسته په سيمه کي د ايساف دچارواکو او په سهيل لويديځو سيمو کي د ملي اردو د پياوړي کولو په برخه کي د ملي پوځ د قومندان جنرال شيرمحمد ځاځي سره هم ليده کاته درلوده .
د هالنډ دولت دا خبر تر هغه وروسته خپور کړ چي شهزاده يې بيرته خپل هيواد ته روغ رمټ ورسېد ، ښايي ددې کار علت تېر کال په ارزګان کي د طالبانو سره په جګړه کي د هالنډ د لوی درستيز د زوی وژل وو .
.jpg)
.jpg)
.jpg)

لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه