د پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر ښاغلي ملک نوید خان ویلي دي چې پرون د پېښور سره نزدې په چارسده کې د پولسو په یوه پوسته ترسره شوي برید چې پکې اتلس کسان وژل شوي وو سوات کې پلان شوي و،او هغه موټر چې دغه بم پکې ځایې په ځایې شوي وو هم د سوات څخه راغلی وو،د شک په بنا نیول شوي زلمی هم سواتی دی
یو پاکستاني ټي وي چېنل سره د مرکې په مهال نوموړي زیاته کړه چې ددوۍ سره پوره شواهد دي چې دغه برید دپاره ټول لوازمات په سوات کې ترسره شوي دي
دیادونۍ وړ ده چې د چاودنې څخه یوه ورځ وړاندې د پاکستان پارلیمان ددغې سېمې دپاره د شریعت د نفاذ یو بل تصویب کړو او بیا وروسته ولسمشر زرداري دغه بل توشیح کړو ـ یاده دې وي چې د وزیرستان څخه روسته سوات دویمه هغه سېمه ده چېرته چې د ځانمرګي بریدونو دپاره د اساسي شیانو تابیا او قوي بندوبست کیږي