دپسرلي ګل مشاعره
د جنوبي پښتوخوا د سېف الله كلا د شاعرانو او ليكوالو فرهنګي بهير پښتوادبي ټولنې له اړخه د ’’ پسرلي ګل’’ تر سرليك لاندي يوه لويه مشاعره رابلل سوې ده
د پښتو ادبي ټولني سېف الله كلا سيكرټر واجد تږي لراوبر ته وويل چې دوي د راتلونكې يكشمبې په ورځ د سېف الله كلا د ولسوالۍ د شورا په تالار كې د ’’ پسرلي ګل ’’ په نامه د يوې درنې مشاعرې تابيا كړېده
هغه وويل چې دا مشاعره به سهار مهال وي او نهه بجې به پيل كيږي . د نوموړي له خوا د وركړل سويو مالوماتو له مخي به په دې مشاعره كې دجنوبي پښتونخوا د ټولو سيمو څخه يو لوي شمېر شاعران ،ليكوالان او د ادب مينه وال برخه اخلي
واجــــــــــــد تږى
03337781496
د ملا قلندراڅكزي په ياد ادبي سيمينار
د جنوبي پښتونخوا د چمن ښار او شاوخوا سيمو د ادبي او فرهنګي ټولني ’’ پښتوادبي تړون ’’ له اړخه دکلاسيک او ځواني مرګ شاعر ملاقلندراڅکزي په ياد کې يو ورځنى سيمينار جوړيږي
د دغې ټولنې ديوه مهم غړي او تكړه شاعر عادل اڅكزي له اړخه لراوبر ته په وركړل سوي خبر كې ويل سوي دي چې غونډه د ځواني مرګ شاعر ملاقلندراڅکزي په ياد كې ده خو پر دوو برخو وېشل سوې ده
هغه ويلي چې غونډه د يكشنبې په ماسپښين دوې بجې د چمن د شوراپه تالار كې پيل كيږي چې لومړۍ برخه يې د رحمت الله رحمت د ناول ’’ ايا محبت به خپل مطلب ته ورسيږي ؟ ’’ او د شيربهادراڅكزي د كتاب ’’ لعل او ګوهر ( متلونه ) د مخكتنې دستورې ته ځانګړې سوې وي
د دغې غونډې دويمه برخه به پر يوه درنه مشاعره مشتمله وي چې د عادل اڅكزي په ويناد چمن سره سره له کندهار،کوټي،پښين ،برښور،زيارت او نورو پښتني سيمو څخه د اند او قلم خاوندان برخه اخلي
عـــــــــــــادل اڅكزى
adalachakzai@yahoo.com
03022245352