د متحدي جبهې له خوا را روانو جمهوري رياست انتخاباتو ته د ډاكټر عبدالله تر نومولو وروسته د دې جبهې ځينو غړو د نوموړي په مخالفت ږغ پورته كړ.
تر دې دمخه هم داسي ګنګوسې وې، چي د جبهې غړي پر يوه واحد كانديد نه سره جوړېږي او دا احتمال موجود دي چي د كمونستانو، پخوانيو مجاهدينو او غرب پلوه تكنوكراتانو دغه نامتجانسه ټولنه نور وشوړېږي.
د متحدي جبهې وياند فاضل سنچاركي د ډاكټر عبدالله د كانديداتورۍ اعلان وكړ، خو د دې جبهې بل غړى او د دفاع پخوانى وزير محمدقسيم فهيم وايي د ډاكټر عبدالله څخه ملاتړ په جبهه كي د يو څو محدودو كسانو نظر دئ.
ښاغلي فهيم دا نه دي ويلي چي كه جبهه پر همدې كانديد ودرېږي، د ده دريځ به څه وي، خو ويل كېږي چي ښاغلي فهيم تر دې دمخه لا د ولسمشر كرزي سره پټ تار ځغلولى او ښايي ولسمشر كرزى يې د احمدضياء مسعود پر ځاى د ځان لومړى مرستيال ورسره اعلان كړي.