کور / تازه خبرونه / د ټاکنو کميسون: په هلمند کي به د کانديدانو نوم ليکنه پيل سي

د ټاکنو کميسون: په هلمند کي به د کانديدانو نوم ليکنه پيل سي

دهلمند ولايت دانتخاباتو دخپلواك كميسون دفتر خبر وركوي چي دولايتي شوراګانو دنوو كانديدانو له پاره يي دنوم ليكني پروسه چمتوكړى ده . ددې ولايت دټول ټاكنو دكميسو مشر وايي مونږ پوره امادګي لرو چي دكاندانو نوم ليكنه پيل كړو دهلمند ولايت دټاكنو دخپلواك كميسون دفتر خبر وركړچي دولايتي شوراګانواو جمهوري رياست له پاره كاندان كولى سي دروان كال دوري دمياشتي دنهه ويشتمي نيټي وروسته دخپل نوم دليكني له پاره په هلمند كي دټاكنو دخپلواك كمسون دفتر ته مراجعه وكړي ددې دفتر مسئول انجينر عبدالهادي په يوه خبري ناسته كي وويله دم ګړى يوازي دكانديد دنوم ليكني پروسه پيل كيږي چي مالومه سي كوم كوم كسان دولايتي شوراګانو او څوك له په هلمندكي دټاكنو دخپلواك كميسو ن مشر انجينر عبدالهادي ددې خبري غونډي پرمهال رسينيو ته وويله دكانديد دزده كړي او سواد سطحه باندي ټنګار نه سته خو خبر وركوي چي دكانديد دتضمين پروسه به دثور مياشتي له پنځمي نيټي نه پيل او او ترپنځلسمي نيټي پوري دوام وكړئ، انجينر عبدالهادي وايي دولايتي شورا نوى كانديد اړدى چي څلور زره افغاني دتضمين په ډول او نږدي دوه سوه دراي ګيري كارتونه له ځان سره ولري چي دانجينر په خبره دجمهوري رياست له پاره كانديد بايد پنځوس زره افغاني او زر درايي اچوني كارتونه په لاس كي ولري خو دى ټنګار كوي چي داهغه پروسه ده چي دروان كال دثور دمياشتي په پنځمه ورځ بايدپيل سي دټاكنو د خپلواك مسئولين وايي دراتلونكو ټاكنو له پاره پوره اماده ګي لري چي ددوي په خبره دجمهوري رياست او ولايتي شوراګانو له پاره دټاكنو ۲۲۲مركزونو سره به ۱۰۸۱محلونه كار وكړي ترڅو ددې مركزونوپه مرسته شپږ لكه څلور څلويښت كسانو ته په هلمند كي دراي اچوني زمينه برابره سي ، خو ددې خپلواك كميسون ريس غوښتنه كو ي كه چيري امنيتي كسان ورسره مرسته وكړي نو هيڅ ډول تقلب او ناوړ تيا ته به زمينه برابره نه سي ‏