د ننګرهار په زرګونو اوسېدونکو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا چې نن د چهارشنبې په ورځ یې د کرکټ پیاوړې لوبډلې سکاټلینډ ته ورکړه، ونمانځله.
د کرکټ بورډ د ګمارنې د کمېټې مشر زراب شاه زهیر لر او بر ویبپاڼې ته له سېمې د ټېلېفون په کرښه وویل چې زرګونه خلک د پښتونستان واټ ته وتلي د افغانستان بېرغونه رپوي، اتڼونه کوي او لوړ اواز وايي چې ژوندي دې وي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله.
یوه عیني شاهد انات خان عتیق شینواري بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دوی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په بریا زیات خوښ دي او دا خوښي به یې هله زیاته شوې وای چې افغانستان د کرکټ د ۲۰۱۱ کال سیالیو ته لار موندلې وای.
افغانستان د سوپر ایټ په مرحله کې ایرلینډ او سکاټلینډ ته ماتې ورکړې او کاناډا ته یې لوبه بایللې، افغانستان د جمعې په ورځ له نمیبیا سره لوبه لري، هغه هم زیاته مهمه ده، که افغانستان له نمبییا لوبه وګټي او عربي متحده امارات سکاټلینډ ته ماتې ورکړي نو افغانستان به خامخا د یوه ورځني سیالیو درجه ترلاسه کړي.