په هلمند ولايت كي د۱۹۱كورنيو سره دمرستو لړى پيل سوه ،دغه مرستي په د ې ولايت كي دسري مياشتي له لوري وركول كيږي
دهلمند ولايت دسري مياشتي ريس وايي دغه مرستي يي دنادعلي ولسوالي او مركزلښكرګاه دځينو نوو بي ځايه سوو كورنيو سره كړي دي
په دي مرستوكي دخوراكي موادو سره جوخت داشپزخاني يو مكمل كيټ هم ورسره دي
په هلمند كي دجنګونو او نورو نفرتونو په خاطر دبي ځايه سوو كورنيو سره دسري مياشتي درياست له لوري دمرستيو دويش لړى پيل سوه
دهلمند ولايت دسري مياشتي ريس غلا محمد اسحق زي دسري مياشتي له مركز نه مننه كوي او دمرستيو دويش پرمهال يي دغه مرستي دمستحقو كسانو له پاره وبللې ،اسحق زي وويل كه څه هم زيات وخت خلګ دمرستو دناسم ويش نه شكايت كوي خو سره مياشت خپلي مرستي تر ډيري دقيقي سروي وروسته اړو كسانو ته وركوى
چي دسري مياشتي دريس په خبره اوس مهال يي دنادعلي ناوي او باباجي دسيمو نوو بي ځايه سوو كورنيو ته غوري لوبيا مالګه ترپالونه او داشپزخاني پوره كيټ په نظر كي نيولي دي
په هلمند كي دسري مياشتي درياست له لوري دغه مرستي په داسي حال كي دجګړي له امله بي ځايه سوو كورنيو ته وركو كيږي چي ديته ورته په زرګونو كورني لا ژر ترژره مرستو ته اړتيا لري خو هركله سره مياشت او دمهاجرينو رياستونه وايي د دومره كورنيو سره دمرستي دويش توان نه لري
خو دچهارشنبه په ورځ دسري مياشتي په رياست كي دويشتونكو مرستوپرمهال هغه كسانو چي مرسته ورته ورسيدلې خوشاله وه او دېته يي دروته نورو او دوامداره مرستو غوښتنه كوله
دهلمند دوالي مرستيا ل عبدلستار ميرزكوال دمرستو دويش پرمهال رسينو ته وويله په هلمند كي زياتي كورني بي ځايه سوي دي او له ډونرانو او مرستيه كوونكو نه غواړم چي په دي برخه پورته توجه وكړي او دلته زياتو اوړوكورنيو ته مرستي ورسوي
په هلمند ولايت كي دجنګو،عملياتو او ځيني نورو تربګنيو له امله زياتي كورني بي ځايه سوي دي او دبي كار ۍ له امله يي زياتره په لښكرګاه ښار كي ګړى ورځ په خيرات غوښتلو پيسي تيروي ،كه څه هم زيات كسان دمرستو دويش پرمهال دناسم ويش نه شكايت كوي چي مرستندويه رياستونه كله كله دانسانانو او كډوالو دزياتوالي له امله كله كله له دوي نه پوره تميز ورك وي چي څوك مستحق دي او ځوك نه دي خو پرحال كي دهلمند ولايت اولس دزړه سوي بولي او دمرستي له پاره يي مرستندويه موسيساتو ته لاس اوږدي او دپراخه مرستو غوښتنه كوي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه