دغزني ولايت دبهلول صاحب ولسوالي کي پدي وروستيوکي يوښووڼځي چي شپږ ټولگي لري گټي اخستني ته وسپارل شو.
ددغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينودوينا له مخي نوموړي ښوونځي شپږ ټولگي ، يوه اداره ، او يوه تحويلخانه لري په پنځه سوه متره مربع ځمکه کي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي .
خبر زياتوي ، دغه ښوونځي د(٣٥٢٥٠٠٠) افغانيو په لگښت بشپړ شوي چي له هغه نه څه دپاسه (٣٠٠) کورني برخمني شويدي .
ديادوني وړ ده چي غزني ولايت کي دملي پيوستون پروگرام د سلهاوو نورو پروژو کار جريان لري چي پدي نږدي وختو کي به گټي اخستني ته وسپارل شي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه