افغانستان د طبيعي معدنونو له مخې ډېر غني هېواد دى، دغه هېواد په خپل زړه كې په پراخه پيمانه معدنونه لري خو له بده مرغه چې موږ د دريو لسيزو جګړو له امله ونشو كړاى چې له غوښتنو سره سم خپل معدنونه وباسو، او ګټه ترې واخلو، د هېواد اوسنيو كړكېچونو ته په كتو سره بايد په اوس وخت كې د هېواد د ګاز او نفتو په اړه پوه شو چې په هېواد كې څومره د ګازو او نفتو ذخيرې لرو، په اوس وخت كې څومره كار پرې كېږي، او څومره يې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي. دې پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره مو د معادنو له وزير ښاغلي محمد ابراهيم عادل او د نوموړي وزارت له معين ښاغلي ديپلوم انجينر محمد اكرم غياثي سره مركه كړې چې ستاسې پام ورته را اړوو.
دا چې په اوس وخت كې د افغانستان د نفتو او ګازو د استخراج او كشفونې كارونه په كومه پيمانه كېږي؟ د معادنو وزير ښاغلى ابراهيم عادل وايي:
((په پيل كې ويلاى شم چې تر اوسه پورې د افغانستان نفت، ګاز او همدارنګه نور معادن په پوره ډول نه دي تثبيت شوي، د معدني جامدو موادو په برخه كې مو په سلو له ۵ څخه تر ۷ پورې معلومات تر لاسه كړي، او د نفتو او ګازو په برخه كې په سلو كې ۱۰ مالومات لرو. معدنونه ټول تر ځمكې لاندې دي چې د ايستلو او ګټې اخيستلو لپاره يې وخت، پيسو او كار ته اړتيا ده. روسانو چې د څلوېښتو كلونو په اوږدو كې د ګازو په برخه كې كار وكړ، يوازې يې د شبرغان، سرپل او جوزجان په يوه محدوده سيمه كې كار كړى، وروسته له هغى چې د دوى اكتشافي كارونه نوي په پښو ودرېدل، په هېواد كې جګړې رامنځ ته شوې چې له بده مرغه هر څه له منځه لاړل. د نوموړو متخصصينو د كار له امله موږ ۱۴۰ ميليارد متره مكعبه ګاز په جوزجان كې او د ۴۰ ميليون ټنه په اندازه تېل مو په سرپل كې كشف كړل، چې د دې اندازې ګاز تر نيمايي ډېر مصرف شوى او اوس له ۴۰ څخه تر پنځوس ميليونه متر مكعبه پورې تثبيت شوى ګاز لرو، او تېل مو هېڅ نه دي مصرف شوي بلكې ټول شته دي، دا جيولوژيكي كشفونې دي دا چې څومره اندازه يې د ګټې وړ دي دا بيا بېله خبره ده، خو موږ د نفتو او ګازو په برخه كې ډېرې پراخې سيمې لرو چې تر اوسه پورې كار نه دى پرې شوى.))
دا چې په اوس وخت كې ولې د ګاز او نفتو د استخراج پروسه ورو پر مخ ځي؟ نوموړى په دې اړه وايي:
((لږ اندازه توليد لرو چې د مزار د كود او برق فابريكه پرې چلوو، او يوه اندازه هم په جوزجان ګې په مصرف رسېږي، ځينې نور ګازونه چې لرو هغه تروه ګازونه دي چې تصفيه خانو ته اړتيا لري. موږ سږ كال په جوزجان كې دوه بلاكه ګاز او يو بلاك تېل داوطلبۍ ته وړاندې كړي، چې د روان كال د جدې په پاى كې به يې د داوطلبۍ عملي كار پيل شي.))
ددې لپاره چې موږ د خپل ګاز او تېل ګټې اخيستنې ته چمتو كړو نو بايد د استخراج په پروسه باندې يې كار وشي، دا چې موږ به څومره پانګې ته اړتيا ولرو؟ ښاغلى عادل راته وايي:
((كه چېرې وغواړو چې نفت استخراج كړو بايد استخراجي څاګان ورته تيار كړو. دا چې څومره څاګانو ته اړتيا ده دا نه ده مالومه، وروسته بيا تصفيه خانو ته اړتيا لري، كه د نفتو او ګازو د ايستلو پروسې ته مراجعه وكړو، او د هغې مراحلو ته وګورو نو په لومړي قدم كې له ۵۰۰ ميليونو څخه تر يو مليارد ډالرو پورې پانګې ته اړتيا ده. او په دويم قدم كې كه چېرې نفت ډېر پيداكړو نو طبعا تر دې ډېرې پانګې ته اړتيا ليدل كېږي.))
دا چې د كرزي دولت په دې اوو كلونو كې ولې ونه توانېد چې د نفتو او ګازو په برخه كې د پام وړ كار وكړي؟ نوموړى وايي:
((په لومړي وخت كې چې د كرزي دولت راغلو ټول ملك قوماندان سالارۍ او پوسته خانو نيولى و، وروسته له دوو كلونو چې دا ستونزه يو څه اواره شوه، تر ۱۳۸۴ لمريز كال پورې تقريبا په ټولو ځايونو كې په خپل سر كيندنې او په خپل سر ايستنې روانې وې. په ۱۳۸۵ كال كې موږ ايله وتوانېدو چې په خپل سر كيندې او د خلكو له خوانه د خامو موادو ايستنې بندې كړو. بله دا چې كله چې د كرزي دولت راغلو موږ پانګه نه درلوده. دا چې تاسې واياست چې بهرني هېوادونه مرستې كوي، دا سمه ده خو هغوى خپلې مرستې بېرته د غيردولتي موسسو له لارې په مصرف رسوي.))
د نفتو او ګازو د استخراج په وخت كې بايد له مسلكي پلوه كار مخته يوړل شي كه چېرې ايستنه له مسلكي پلوه صورت ونه نيسي نو ذخيرې ته زيان اړوي، په دې اړه ښاغلي عادل داسې وويل:
((د ګاز د استخراج كار داسې نه دى چې ووايو چې بايد دومره وباسو بلكې دا تر ذخيرې پورې اړه لري چې څومره ترې ايستلاى شو، موږ چې كله يوه د ۱۰ ميليونه تېلو ذخيره پيداكوو، لومړى دا مالوموو چې په دې كې څومره تېل د ګټې اخيستنې وړ دي. داسې خو نشو كولاى چې دا ۱۰ ميليونه ټنه ټول تېل وباسو. يو استخراجي رژيم ته اړتيا لرو. لږ او ډېر استخراج خپله ذخيرې ته ضرر لري. كله چې تېل او يا ګاز وباسو لومړى تصفيې ته اړتيا لري، داسې نه ده چې پرته له تصفيې پاك تېل راوباسو. تېل په ځمكه كې غليظ وي، اوبه ورسره ګډې وي، نور مواد ورسره وي. استخراج يوه تخنيكي موضوع ده، دا پروسه په تخنيك ولاړه ده، پرته له تخنيك څخه څوك تېل نه شي ايستلاى او نه هم پاك تېل پرته له تصفيه خانې څخه لاس ته راوړاى شو.))
دا چې كه د نفتو او ګازو د استخراج پروسه خصوصي سكتور ته وركړل شي، څومره به د هېواد په ګټه وي؟ دې پوښتنې ته د معادنو ښاغلى وزير داسې ځواب وايي:
((خصوصي سكتور ډېره ګټه لري، ځكه چې نه موږ پيسې لرو، نه فني كسان لرو، او نه هم د كار تجربه لرو، له دې امله كله چې خپله پرې كار كوو بايد شل كاله كار وكړو تر څو تجربه او فني كسان پيداكړو، په ميليارډو ډالرو پيسو ته اړتيا لرو، څو برمه كاري او كشفونې وكړو. دا چې نه پيسې لرو، نه يې فن لرو او نه هم تجربه لرو نو بايد چې په اجاره يې وركړو تر څو په سلو كې له ۵۰ څخه تر ۷۰ پورې يې ګټه خپله تر لاسه كړو او ۳۰ په سلو كې يې همغې كمپنۍ ته وركړو. وروسته له هغې چې پيسې، تجربه او فني كسان مو پيداكړل بيا كولاى شو پر نورو برخو يې په خپله كار كړو.))
دا چې په دولت كې رشوت او فساد وجود لري نو له همدې امله بايد د نفتو او ګازو د ايستلو پروسه خصوصي سكتور ته وركړل شي، ښاغلى عادل په دې اړه وايي:
((دولتي كار د يوې كورنۍ په ډول نه دى چې پلار، زوى او لور ټول په ګډه سره كار مخته يوسي، له بده مرغه د دولت په كار كې ټنبلي ده، رشوت دى، اداري فساد، او نور ډول ډول كړكېچونه دي، نه يوازې زموږ په دولت كې دا ستونزې دي بلكې په هر دولت كې داسې ستونزې شته دي، په دولت كې چې كوم كار په يوه ورځ كې سرته رسېږي په لسو ورځو كې يې كوي.))
په افغانستان كې په ټوليز ډول پنځه رسوبي حوزې لرو چې له دې ډلې څخه يې دوه په پوره ډول تثبيت شوې او درې نورې يې احتمالي دي، د معادنو د وزارت معين ښاغلي ديپلوم انجينر محمد اكرم غياثي په دې اړه داسې مالومات راكوي:
((په ټوليز ډول ويلاى شو، چې په افغانستان كې د نفتو او ګازو په برخه كې پنځه رسوبي حوزې لرو. افغان تاجك، آمو دريا، د كټواز سروبي حوزه، د هرات حوزه او د هلمند رسوبي حوزې دي. د دې پنځو حوزو له ډلې څخه يې دوه حوزې افغان تاجك او آمو دريا تثبيت شوې دي، دا درې نورې حوزې كټواز، هرات او هلمند احتمالي حوزې دي، كوم د رسوبي ډبرو علايم او جيولوژيكي طبقې چې په دې سيمو كې ليدل شوې، ورڅخه څرګندېږي چې دا سيمې نفت او ګاز لري. په شمالي سيمو كې چې كومې دوې تثبيت شوې حوزې دي، له پنځوسو كالو پر دې خوا كار پرې كېږي. په لومړيو كې امريكايي او سوېډني كمپنۍ وې، چې په تيت ډول يې په ځينو محدودو سيمو كې كار كړى، خو وروسته له ۱۳۳۶ لمريز كال څخه په سيستماتيك ډول ورباندې كار پيل شوى دى.))
په هېواد كې د خورا ډېر ګاز او ډېرو نفتو د شتون له احتمال سره سره هم موږ نه ګاز لرو او نه هم تېل، نه هم په دې برخه كې د پام وړ كار شوى دى، يوازې د هېواد په سلو كې په لس برخه كې څېړنه شوې، په پاتې نوي سلنه برخه كې تر اوسه كومه څېړنه نه ده شوې، ښاغلى انجينر غياثي زياتوي:
((هغو څېړنو ته په كتو سره چې د افغانستان په شمال كې يې صورت نيولى، د ۵۰۰ په شاوخوا كې د نفتو او ګازو د ذخيرو په ډول سازمانونه تثبيت شوي دي، مانا دا چې دا ۵۰۰ داسې ځايونه دي چې موږ كولاى شو هلته څېړنې او كشفونې وكړو، له دې ډلې څخه په ۶۷ ځايونو كې برمه كارۍ پيل شوې دي، چې په دې كې ۸ د ګازو او ۶ د نفتو او ګازو ذخيرې په فارياب، جوزجان او سرپل كې څرګندې شوې دي. دا ساختمانونه جيولوژيكي ساختمانونه دي چې د ځمكې په زړه كې ځاى لري او دا احتمال شته چې خالي اوبه وي او كېداى شي نفت او يا ګاز وي، مانا دا چې دا سيمې د نفتو او ګازو د ذخيرو په ډول پېژندل شوې دي. تر اوسه پورې د افغانستان په سلو كې لس برخه كې څېړنه شوې ده او د هېواد په ۹۰ سلنه نوره برخه كې تر اوسه كومه څېړنه نه ده شوې. په هېواد كې چې دا ۸ د ګازو ذخيرې تثبيت شوې دي، د ۱۲۰ مليارد متره مكعبه ګازو ذخيره تثبيت شوې، تر ۱۳۶۷ لمريز كال پورې موږ پخواني شوروي ته ګاز وركاوه خو كله چې د هغوى رژيم ختم شو، شوروي ته د ګاز د لېږد پروسه هم پاى ته ورسېده))
دا چې روسيې ته د ګازو د صادراتو يادونه وشوه، نوموړي صادرات څومره و او هېواد ته يې كلنى عايد څومره و؟ په دې اړه غياثي داسې وايي:
((۲،۹ مليارد متر مكعبه ګاز په كال كې روسيې ته صادرېدو، خو دا چې په وروستيو كلونو كې په ذخيرو كې ګاز لږ شوى و نو تر ۱،۲مليارد متره مكعبه ګاز ته راښكته شوى و، په هغې وخت كې د هېواد ۴۵ سلنه بوديجه د همدې ګاز له صادراتو پوره كېدله. يوه بله د پام وړ خبره دا ده چې د تركمنستان د پايپ لاين خبره چې غواړې د افغانستان له لارې يې هند او پاكستان ته ولېږي نو افغانستان غواړي چې خپل ګاز هم په دې پايپ لاين كې صادر كړي. نو كه موږ وكولاى شول چې يوه اندازه ګاز ګټې اخيستنې ته چمتو كړو نو له همدې پايپ لاين له لارې يې هند او پاكستان ته صادرولاى شو))
دا چې په اوس وخت كې له ګاز او نفتو څخه دولتي او يا ملكي خلك ګټه اخلي كه نه؟ نوموړى وايي:
((اوس چې كوم ګاز توليدېږي د مزارشريف د كود او برق فابريكي ته د كود او برېښنا د توليد لپاره وركول كېږي او همدارنګه د شبرغان يوې اندازې سيمې ته هم وركول كېږي چې هلته هم دولتي او هم ملكي خلك ورڅخه ګټه اخلي. د ګازو په دې ۸ ذخيرو كې چې ۱۲۰ مليارد متره مكعبه ګاز لري او تثبيت شوې دي، له دې ډلې څخه يې له دريو ذخيرو جرقدوق، يتيم تاق او خواجه برده څخه ګټه اخيستل شوې او د ګازو ايستل ترې پيل شوي دي، له خواجه برده څخه له ۱۳۴۶ لمريز كال او له جرقدوق څخه له ۱۳۵۸ لمريز كال او له يتيم تاق څخه هم له ۱۳۸۰ لمريز كال را په دې خوا د ګازو ايستل پيل شوي دي.))
د دې پوښتنې په ځواب كې، چې په اوس وخت كې د ګازو د ايستلو په پروسه باندې څوك كار كوي او د ورځې به څومره ګاز استخراج كړاى شي؟ ښاغلى غياثي زياتوي:
((خپله زموږ انجينران د ګاز ايستنې بهير مخته وړي. پخوا چې كله د شوروي رژيم حاكم و د هغوى انجينرانو هم په دې برخه كې كار كاوه، خو له كله چې هغوى تللي خپله زموږ متخصصين او انجينران په دې برخه كې كار كوي، چې اوس يې هم كار جريان لري او په اوس وخت كې په ورځني ډول لږ تر لږه ۳۶۰۰۰۰ او يا هم ۳۵۰۰۰۰ متر مكعبه ګاز ايستل كېږي. پر كوم ګاز چې زموږ متخصصين كار كوي دا د ميتان ګاز فيصدي ده، چې پرته له پايپ لاين څخه امكان نلري، دا چې موږ پايپ لاينونه نلرو، نو له دې امله نورو سميو ته ګاز نه شو وركولاى، يوازينى پايپ لاين چې لرو هغه له خواجه برده له ذخيرې يعنې له شبرغان څخه مزار شريف ته تللى چې د كود او برق فابريكه ورڅخه كار اخلي. موږ نور پايپ لاينونه نه لرو له همدې امله مو د مزارشريف په خلكو هم د پايپ لاين د خرابوالي له امله ګاز بند كړى دى.))
كه چېرې خصوصي سكتور ته د ګاز ايستنې پروسه وركړل شي او هغوى په دې برخه كې پانګه اچونه وكړي. آيا نورو سيمو ته به هم ګاز وركړاى شو؟ نوموړى وايي:
((كه چېرې دولت په پوره ډول كار وكړي، او يا هم خصوصي سكتور په دې برخه كې مرسته وكړي، موږ كولاى شو، چې ټول هېواد ته ګاز وركړو په ځانګړې توګه شمالي ولايتونو ته چې ذخيرو ته ډېر لنډ دي.))
دولت غواړي د نفتو او غازو ځينې بلاكونه خصوصي سكتور ته د داوطلبۍ لپاره وړاندې كړي، چې له ښاغلي انجينر غياثي څخه يې اورو:
((فعلا او په دې اوو كلونو كې چې موږ كوم پلان لرو دادى چې موږ بايد د ګازو ځينې بلاكونه په داوطلبي وركړو، نوموړي بلاكونه په جوزجان كې د جنګل كلان او د جمعه باشكورد د معدنونو په نوم يادېږي او بل په سرپل ولايت كې د كشغري په نوم د نفتو معدن دى، چې د معادنو وزارت د ناروې د هېواد د متخصصينو په مرسته د دې دريو معدنو د داوطلبۍ اسناد بشپړ كړي دي. خداى(ج) ته هيله لرو چې د دې مياشتې(جدې) په پاى كې به داوطلبۍ ته وړاندې شي. خصوصي سكتور ته هم د د نفتو او ګازو (هايدروكابن) د قانون په اساس وركول كېږي، كېداى شي ډېر شركتونه او دولتونه دې داوطلبۍ ته علاقمندي وښيي، وروسته دوى خپل غوښتنليكونه موږ ته وړاندې كوي، او وروسته له ارزونې او د شرايطو پوره په صورت كې به هغې كمپنۍ ته وركول كېږي چې د هېواد اقتصادي ګټه په كې وي.))
معدنونه له يو بل سره توپير لري په ټوليز ډول ويلاى شو چې د نفتو او ګازو د معدنونه تصفيه او كشفونه ډېرې لوړې پانګې ته اړتيا لري، نظر د معدنونو ذخيرو او د بلاكونو پراخوالي ته توپير لري، په دې اړه چې د معدنونو د استخراج په اړه مو څومره پانګې ته اړتيا ده، ښاغلى غياثي كومه څرګنده اندازه نه ښيي نوموړى وايي:
((معادن نظر په كتګوريو توپير لري، مانا دا چې نظر د معدن ارزښت ته توپير لري. د بېلګې په توګه مس، سره زر، نقره، نفت، ګاز او نور يو له بل سره ډېر توپير لري نو له همدې امله نشو كولاى چې ټوليزه پانګه يې وښودلاى شي.))
دا چې په اوس وخت كې خپل ګاز او تېل نه شو ايستلاى او ګاز او نفت له بهره واردوو، دا چې د هېواد څومره ملي پانګه به ورباندې لګېږي او په كومه اندازه يې واردوو؟ نوموړى داسې نظر لري:
((د مايع ګازو او تېلو د وارداتو كار د سوداګرۍ وزارت اړوند دى، يوازې د هېواد د معدنونو كشفول، تثبيتول، او له هغې څخه ګټه اخيستل زموږ دنده ده.))
كه وكولاى شو په پوره ډول خپل ګاز او تېل وباسو آيا وبه كولاى شو ټول هېواد ته ګاز او تېل وركړو او دا چې موږ به نورو هېوادو ته هم صادرات ولرو ؟ نوموړى په دې اړه وايي:
((زه په صراحت درته ويلاى شم كه موږ وكولاى شو يوه اندازه نفت او ګاز په سم ډول استخراج كړو، او ګټې اخيستلو ته يې چمتو كړو، نه يوازې دا چې د ټول هېواد اړتيا به پوره كړاى شو بلكې وبه كولاى شو له هېواد څخه بهر يې هم صادر كړو.))
كومې ذخيرې چې كشف او تثبيت شوې دي، آيا اوس دولت كولاى شي په هغې ټولو سيمو كې كار وكړي، سره د دې چې په هېواد كې امنيتي ستونزې ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال كې دي؟ ښاغلى انجينر غياثي څرګندوي:
((موږ د هېواد په شمالي سيمو كې د امنيت له مخې هېڅ ستونزه نه لرو، موږ همدارنګه په هرات كې هم يو څه كار كړى چې هلته د احمد آباد په بلاك كې د نفتو د ذخيرو نښې څرګندې شوې دي. مخكې مو وويل چې موږ په پخوا وختونو كې په كټواز كې هم كار كړى دى، خو اوس په غربي او جنوبي سيمو كې يو څه ستونزې شته دي.)) .