د دوشنبې په ماښام د پاکستان په قامي اسمبلۍ کېد د ملاکنډ ډویژن دپاره د قاضي عدالتونو جوړیدو ته قانوني تحفظ ورکړی شو یا په بل عبارت اوس د ملاکنډ ډویژن په ټولو سېمو کې شرعي قانون نافذ دی ـ
په پارلمان کې درای شمارۍ نه وړاندې دطالبانو مشرانو ویلي وو چې ددغه بل مخالفت کونکي کافران دي او شاید دغه وجه وه چې په پارلمان کې د متحده قامي تحریک نه علاوه نزدې ټولو ګوندونو ددغه بل په حق کې رایې ورکړې ـ متحده قامي تحریک په دغه کار ترسره کولو له سببه په خپل ځان لګولی شوې د” کافر” فتوه لاپسې پخه او رښتیا کړه ـ خو ددې سره سره هغوۍ دا دلیل نېسي چې تراوسه په دغه سېمه کې وسله والو بانډونو خپلې وسلې په زمکه نه دي ایښودلې او ددې ترڅنګ هغوي وايي چې لکه څنګه چې په یو بوټ کې دوه پښې نه ځایږي هم دغه شان په یو هیواد کې دوه متوازي عدالتونه جوړول هم سم نه بریښي ـ
د پارلمان ددغې پریکړې وروسته د پاکستان د ځېنو سیاسي ګوندونو عجیبه څېرې خپلې کړې په نظر راغلې او دا څرګنده شوه چې په تېرو شپږو اوه لسیزو کې پورته شوې نعرې،شعارونه،خبرې،دعوې،تګلارې،چغې او سورې هسې فرضي او لباسي وې ـ
دپاکستان په سیاسي ګوندونو کې درې ستر ګوندونه پاکستان پیپلز ګوند،عوامي نېشنل ګوند او متحده قامی تحریک په قامي او نړیواله سطحه سیکولر او ازاد خیاله ګمارل کیدل خو تېره ورځ په پارلیمان کې د قاضي عدالتونو دپاره د وړاندې شوي بل ددغې ډرامې نااشنا ډراپ سین وکړو او درې واړه سیکولریان یې په خپلو کې وویشل او اوس پاکستان پیپلز ګونداو عوامی نیشنل ګوند د طالبانو سره په یو صف کې ولاړ په نظر راغلل ـ
د خبرونو ترمخه د پارلیمان په دغه پریکړه ډېرې خلق خوښ دی او ډېرو خو لا په دې خوشالۍ یو بل ته خواږه هم ډالۍ کړي دي ځکه چې د وخت قانون جوړونکې اسمبلۍ یو اسلامی بل منظور کړی دی خو ددې سره سره ځېنې خلق دا پوښتنه هم کوي چې دغه اسمبلي که یوازې په ملاکنډډویژن کې د شرعی قانون او عدالتونو پریکړه کولی شوه نو بیا یې ولې په پریکړه لیک کې د مالاکنډ ډویژن په ځایې پاکستان نه لیکلو چې ددغه انصاف څخه دپاکستان مجموعي اولس ګټه پورته کړی وایې ـ
په دې خبره د لږ ډېر غور روسته سړی په دې مجبوره کیږي چې اعتراف وکړی چې هو صېبه نن سبا هم هغه خلق په دنیا کې ژوند کوي څوک چې د خلې مړۍ بل ته ورکوي ،مطلب دا چې “ښه “شی د ځان دپاره نه خوښوي او د بل مسلمان ورور دپاره یې خوښوي ـ
يو لور ته په ملاکنډ ډویژن کې د قاضي عدالتونو په قیام او دطالبانو سره پدغه ډول معاهدو ګاونډي هیوادونه خفه دي او ولسمشر کرزۍ خو ددغه پریکړې تصویبول د طالبانو بریالیتوب بللی دی نو بل طرف ته امریکا او لودیز هم په دې کار تندې تریو کړی دی او هغوۍ دا فکر کوي چې دغه ډول پریکړې د سېمې او نړۍ دپاره ښې فایلې نه لري ـ هغوۍ په دلیل کې د وزیرستان پریکړې یادوي او دعوه کوي چې د وزیرستان معاهدو وسله والو بانډونو ته د دمې ،بیا پیاوړتیا او لا ځواکمنتیا موقع په لاس ورکړه ـ امریکا او لودیزو ال په سوات کې د ایالتي حکومت او طالبانو ترمنځ د مولانا صوفي محمد په مینځګړتوب د ترسره شوې معاهدې وروسته په بونیر د طالبانو قبضې ته هم په شکمنوسترګو ګوري او فکر کوي چې که طالبان په سوات کې ددغه ډول معاهدو په برکت دمه او وزګار شول نو ډېر زر به اسلام اباد هم د طالبانو لاس ته ورشي او داتومي ځواک په مټ به ټوله نړۍ د ستر ګواښ سره مخ شي ـ
خو بل طرف ته افتخار حسین شا صېب په دې باور دی چې طالبان به ددوۍ سره د شوې ژمنې مطابق خپلې وسلې په زمکه ږدي ـ خو دلته پوښتنه دا راپیدا کیږي چې که چېرته ددواړو طرفینو ترمینځ ددې وروسته کوم اختلاف راپیدا شي او دواړه اړخونه سره لاس او ګریوان شي نو بیا به ددې منظور کړی شوي بل څه کیږي؟آیا دا به هم لکه د اوولسم ترمیم په څېر بېرته پارلیمان ته د تنسیخ دپاره وړاندې شي ؟