کور / تازه خبرونه / يوه سوداګر د ښوونځيو شاګردانو سره يو ۳۰۳ موټر مرسته وکړه

يوه سوداګر د ښوونځيو شاګردانو سره يو ۳۰۳ موټر مرسته وکړه

دکا بل ولايت دميربچه کوت ولسوالی د پوهنی مديريت ته د يوعراده موترمرسته


د کابل ولایت: ديوتن ملی سوداګر لخوا دکا بل ولايت دميربچه کوت ولسوالی دپوهنی مديريت ته يوعراده ٣٠٣ موتر دمرستی په ټوګه ورکړل شو.


په هغه غونده کی چی دکابل ولايت دمير بچه کوت  په ولسوالی کی دنوموړی ولايت دپوهنی رياست په نوښت  دملی سوداګر سيد همايون آغا دقدر دانی اوکور ودانی په موخه جوړه شوی وه دکابل ولايت دپوهنی ريئسی آغلې نجيبه نورستانی دسيمی مخورو،ګن شمير لوړ پوړو چارواکو ،استادانواوشاګردانو ګډون درلود.


په ياده غونده کی دمعارف ريئسی دنوموړی معارف دوستانه احساسات وستايل ااودنورو تجارو يی دښوونی په ډګر کی د دغه راز مرستو غوښتنه وکړه.



د پوهني وزارت لخوا په يوه بل خبر کي ويل سوي چي د ماشومانو لپاره نړيوال وجهي صندوق ( يونيسف ) د بدخشان ولايت د پوهني رياست سره د ۴۸۵۹ په شمېر د قرطاسیې بستې مرسته وکړه .ياده سوې مرسته به روان کال پر زده کوونکو وويشله سي .


د يادوني وړ ده چي د يونيسف لخوا د بدخشان ولايت سره د قرطاسيې مرستې شمېر ۸۲۸۶  بستو ته رسېږي .


د پوهني وزارت لخوا د خپرې سوي خبرپاڼه په يوه بله برخه کي ويل سوي چي دکندهارولايت دمعروف اوشاه ولی کوت په ولسوالۍ کی شپز ښوونځي چی دجګړو له امله تړل شوی وه بيا د ماشومانو پرمخ پرانيستل شو .


دکندهار ولايت د پوهنې رياست مسؤلين وايي چې د دغه ولايت دشاه ولی کوت اومعروف په ولسوالی کی  ٦ بابه ښوونځى يې چې شاوخوا (٢٠٠٠) ماشومان پكې زده كړې كوي يو وار بيا د سيمه ايزو مخورو په مټ د ماشومانو پرمخ پرانيستى دى او پركتابونو سربيره يې د زده كړې ټول ضروري مواد ور رسولي دي.