کور / تازه خبرونه / حقاني: اسامه بن لادن ژوندى دئ

حقاني: اسامه بن لادن ژوندى دئ


د طالب جنګياليو لوړ پوړى چارواكى مولوي سراج الدين حقاني وايي د القاعده شبكې مشر اوس هم ژوندى دئ، او د امريكايي او نورو بهرنيو پوځيانو سره په سيمه كي په جهاد بوخت دئ.
سراج الدين حقاني د سعودي عربستان الوطن ورځپاڼي ته په يوه مركه كي هغه خبرونه رد كړل، چي وخت ناوخت د لوېديځو مطبوعاتو له خوا د اسامه بن لادن د مړيني په باره كي خپرېږي.
حقاني وايي سره له دې چي له ډېري مودې راهيسي يې له ښاغلي لادن سره تماس نه دئ ټينګ سوى، خو دى باوري دئ چي هغه ژوندى او د القاعده شبكې مشري ورترغاړي ده.
حقاني وايي د دوى د مجاهدينو دروازې د هر هغه كس پر مخ پرانيستي دي، چي په افغانستان كي د بهرنيانو پر ضد جنګېږي، كه څه هم عرب، چيچن، ازبك او يا د بل هيواد اوسېدونكى وي.
سراج الدين حقاني د مولوي جلال الدين حقاني زوى دئ، چي پلار يې د ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۸۹ كال پوري د شوريانو سره په جهاد كي برخه واخيسته او د طالبانو له راتګ سره د هغوى ملګرى سو، چي د ۲۰۰۱ كال تر امريكايي يرغل وروسته د افغان حكومت او بهرنيانو پر ضد په خوست او پكتيكا ولايتونو كي جنګېږي.
امريكا تېره مياشت د سراج الدين حقاني پر سر د پنځه ميليونو ډالرو انعام هم اعلان كړ.