د نيمروز ولايت څخه وركړل سوي خبرونه وايي طالبانو يو نر او ښځه له يو بل سره د نامشروع اړيكو په درلودلو په عام محضر كي په ټوپك ووژل.
د آزادۍ راډيو د خاشرود د ولسوال له خولې خبر وركړ، چي دغه كسان پرون ماځيګر د طالبانو له خوا اعدام سوي دي.
تېره مياشت هم د سوات د طالبانو يوه داسي ويډيو خپره سوه چي يوه نجلۍ يې د خلګو په مخ كي تر پښو او لاسو نيولې او په چلاخو يې وهله.
پر هغې نجلۍ هم د يوه ځوان سره د اړيكو تور لګېدلى وو.