کور / تازه خبرونه / كندهار: ماين چاودني كاناډايي عسكره مړه كړه

كندهار: ماين چاودني كاناډايي عسكره مړه كړه


د كاناډا د دفاع وزارت اعلان وكړ چي پرون يې په افغانستان كي يوه عسكره وژله سوې او څلور عسكر يې ټپيان سوي دي.
د دې هيواد له دفاع وزارت څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي پېښه د اپرېل پر ۱۳ -مه د دوشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته سوه، چي د سرتېرو موټر يې د كندهار په شاولي كوټ ولسوالي كي پر يوه ښخ سوي ماين وختئ.
د اعلاميې له مخي د ټروپر كېرين بليس په نوم يوې ښځينه سرتېري يې پر هغه ځاى ساه وركړې او څلور ټپيان يې د كندهار د هوايي ډګر روغتون ته انتقال سوي، چي روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دئ.
د ۲۰۰۱ كال راهيسي پر افغانستان د ايتلافي عسكرو تر حملې وروسته د كاناډايي عسكرو د مړو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېدئ.