د پاكستان امنيتي مقامات وايي په كراچي كي يې د قبايلي طالبانو د مشر بيت الله مسود پټ ملګرى نيولئ دئ.
د كراچي د پټو پوليسو يوه مشر فياض خان مطبوعاتو ته وويل چي د بادشاه مسود په نوم دغه كس د بيت الله مسود ټينګ ملګرى دئ.
پوليسو پر بادشاه مسود باندي تور لګولئ چي بيت الله مسود ته يې د چاودونكو موادو په موندلو، پېرلو او لېږلو كښي لاس درلود.