کور / تازه خبرونه / چارواكي: په هلمند كي ۷۰۰۰۰ كسان په نشو روږد دي

چارواكي: په هلمند كي ۷۰۰۰۰ كسان په نشو روږد دي


د هلمند مرستيال والي عبدالستار ميرزكوال وايي په ولايت كي يې ۷۰۰۰۰ كسان په نشو روږد دي، چي ۱۵ فيصده يې ښځي دي.
نوموړي د هلمند له اوسېدونكو څخه وغوښتل چي د نشيي موادو سره په مبارزه كي ونډه واخلي كنې دا شمېره به نوره هم لوړه سي.
د ښاغلي ميرزكوال په وينا په روږدو كسانو كي پنځه فيصده تنكي ځوانان هم شامل دي.
هلمند د افغانستان هغه ولايت دئ چي په نړيواله كچه يې د تارياكو د كښت ريكارډ ټينګ كړى دئ.
د دې ولايت اكثره ولسوالۍ د طالبانو په كنټرول كي دي چي د نشيي موادو استعمال پكښي بند او كښت و كرونده يې پېخر پكښي روانه ده.
هلمند په ۲۰۰۸ كال كي د افغانستان د ۸۲۰۰ ټنو نشيي موادو څخه ۸۰ فيصده توليد كړي ول.
د هلمند مرستيال والي پر داسي مهال خلګ له نشيي موادو سره مبارزې ته راوبلل، چي په دغه ولايت كي د تارياكو كښت رسېدلئ او د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه په سونو ځوانان د ګټي وټي په خاطر دې ولايت ته د نېښ وهلو دپاره رسېدلي دي.