د اېران د كورنيو چارو وزارت يو لوړ پوړى چارواكى وايي هيواد يې تيار دئ، چي د افغانستان د پوليسو روزنه پر غاړه واخلي.
اسماعيل احمدي مقدم وايي دوى په دې اړه تر اوسه له ناټو او ايتلافي ځواكونو سره خبري نه دي كړي، خو افغان حكومت ته يې خپل وړانديز كړى دئ.
اېران تېره مياشت د افغانستان د ثبات په باب د امريكا په بلنه په نړيوال كنفرانس كي ګډون وكړ، چي د افغانستان په ثبات كي د برخي اخيستو په خاطر يې د خپل هيواد له خوا ژمنه وكړه.
اېران په افغانستان كي د تارياكو له كښت او دغه هيواد ته يې له قاچاق څخه په تنګ دئ، چي ښايي د پوليسو په روزونه كي دغه وړانديز يې هم په دې خاطر كړى وي.
بلي خواته افغان كارپوهان وايي اېران چي مخكي په افغانستان كي د امريكايي قواوو له سته والي څخه اندېښمن وو، ښايي د امريكا د نوي ادارې په راتګ يې له دې هيواد سره اړېكى سم سي چي د اړيكو سموالى به يې د افغانستان پر اوضاع هم مثبت اغېز وكړي.
د افغانستان حكومت او په افغانستان كي مېشتو بهرنيو قواوو لا تر اوسه د اېران دې وړانديز ته غبرګون نه دئ ښودلى.