کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

 .
ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۱۳ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د ایران د ولس مشر دا خبردارې راغستې که چیرې لویدیځ دوې ته غوږ و نه نیسي نو دوې به د افغانستان له مسلې نه لاس واخلي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د احمدي نژاد په حواله لیکلي دي چې لویدیځوالو ته به دا ښه وي چې دوې ته غوږ ونیسي او ستونزې باید له ریښې نه وویستلي شي نه له څانګو نه.
ورځپاڼې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه په یو مطلب کې په امکریکايي رسنیو دا انتقاد کړې دې چې د افغان قربانیانو انځورونه نه خپروي.
ورځپاڼې د همدې مسلې په اړه په یو جلا مطلب کې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر د استیضاح لپاره د ولسي جرګې پریکړه ناسمه او احساساتي بللې ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د اداري فساد په ستونزې تبصره کړې او د هغې کورني او بهرني اړخ ته په اشارې لیکلي دي چې ددې ستونزې مخنیوې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د شتو ستونزو په هواري کې د قومي مشرانو په رول هم تبصره کړوې او هغه يې مهمه بللې ده.
په ورځپاڼه کې د پوهنې ودې او پراختیا ته هم د بشپړې پاملرنې غوښتنه شوې.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې د امریکا د کانګرس له پلاوي سره په لیدنه کې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې په اداري فساد کې یوازې افغان دولت نه بلکه نړیوالې موسیسې هم ښکیل دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جنوبي ولایتونو د خلکو د حالت په اړه د فرانسې د ټلویزیون په رپورټ تبصره کړې او لیکلي دي چې ددغو سیمو خلک هم د طالبانو او هم د بهرنیو ځواکونو لخوا ځپل کیږي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د افغانانو هیلو ریښتینې بڼه غوره نکړه او یو ځلې بیا په ټول هیواد کې تاوتریخوالي زور واخست او د خوارو افغانانو کورونه د اور په لمبو سوزي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې لیکلي دي چې ددې ستونزې په وړاندې غبرګونونه زیاتیږي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره شوې تړون یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دې.
ورځپاڼې په روان پسرلي کې په هیواد کې پرله پسې ورښتونو ته په اشارې دا هیله هم څرګنده کړې چې سږ کال به اباد او پرثمره کال وي.
ورخباڼې پخپله سرمقاله کې په نړې په عمده ستونزو او د نړیوالو کړکیچونو د زیاتیدو په خطر تبصره کړې ده.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په وروستیو پرمختګونو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د عامه وګړو مرګ ژوبلې ته په اشارې لیکلي دي چې ناټو باید وژونکي مجازات کړي.
خو اصلاح بیا په کابل ښار کې د ښاري ترانسپورټ په ستونزې تبصره کړې او هغه يې د اندیښنې وړ بللې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امریکا او ایران ترمنځ په اړیکو کې شتو ستونزو ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان باید ددې ستونزې قرباني نشي او د هیواد لاس ته راوړنې باید نادیده ونه نیولې شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په حواله لیکلي دي چې طالبانو انتخاباتي حوزو ته د رسیدو لپاره د راې اچونې کارتونه اخستي دي.
په ورځپاڼه کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو نوي رپورټ ځینې برخې هم خپرې شوي چې پکې په افغان حکومت د فساد د دوام له کبله سخت انتقاد شوې دې.