کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ولسمشريز مقام درنو که سپکو ؟

د ولسمشريز مقام درنو که سپکو ؟

کله چي یوکاندیدنوي اعلان وکړې په دلالانوکي شوراوغوغا ګډه سي ترپکې شروع سې چی سهاري یی دروازي ته ورسې کتارونه خلګ ولاړوي. ، په دي کتاروکي ځوګټورې خلګ وي لومړﺉ داسي خلګ چی دهغه دډالرواوپیسوپه ځرک پیسيپښي رالځې کړي وي . دوهمه ډله خلګ داسي کسان وي چي وګوري چي ماته په کوم مقام کي ځاي راکولاي سي ، په دریمه ډله داسې کسان وي ګوري چي ددي کاندید دهیلوکاروان کوم لوري ته درومي .خوداسي خلګ ډیرلږوي ،څوورځي دیوه کاندیددملګري راسره خبرې کولې چي دپلاکي دپاره مي دوه ملیونه کسان جزب کړیدې دي ماورته وویل چي په دي کارکې دي ځومره مصرف کړیدې هغه راته وویل ځوارلس لکه ډالره نوماورته وویل داطمه لرې چي هغه ېې درکړي ؟ هغه راته وويل چي هوخوچي کله هغه کانديد دامریکا نه تشریف راوړﺉ نوبیا مي هرځه کوښښ وکړې چي دده دکارثمره ترې وپوښتم خوکله چی به مي ورته زنګ وواهه چي پوه به سو چي زما لمبردي تلفو ن به بند کړي . بیا مي دهغه دیوه ملګري نه پوښتنه وکړه چي دده اودکاندیددمعاملې انجام ځنګه سو . هغه راته وويل چي هغه خوبونه لیدلې وه خوچي راويښ سودواړه لاسونه خالې وه ؛دبل کاندید سره مي ولیدل هغه بي چاره ډیرپه داسي ژپه خبري کولي چی اصلا دهغه خبري دولسمشري دمقام سپکاوي کي نغښتي ؤ. داخوددوﺉ دمعاملوکاردې .اوزموږغټه بدبختي داده چي نه موکاندیدان خپل وزن ته ګورې اونه يی دلالان اوملت هم بیچاره اوبی وسه دي .

په داسې یوه حساسه مرحله چي ښکاره افغانستان دبحران خواته روان دي . دبلي خوا کاندیدانوشمیردومره زیات سویدي چی لکه دګوندونواویا انجوګانو، دبل لوري خارجي لاس وهني هم ترحده زیاتي سویدې اواکثره کاندیدان وینوچي په ډیرافتخار دپردووغلامي ته تیارې نیسې اوځینې لاپخوا خپل کمباین په دي دلیل چي زه ډیرپوخ نوکریم شروع کړي ؤ .

تیروتجربووښوده چي که داځل افغانان پردې ښه فکرونه کړي اودولسمشرې مقام اودیوه کاندید وزن پرتله نکړی داسي بحران ته به افغانستان ولاړسي چي راوتل به تردي حالت هم مشکل وي ،ځکه نواوس لاسردچارې دي موږباید دهرکاندید نه ځوپوښتنی ولرو؟



  • لومړﺉ : دامنیت مسله ځنګه حلولاې سې ؟ ترځوداکارونه سي هیځ کارمخ ته نه سي تلاې.


  • دوهم : مخالفین څنګه قانع کولاې سې ؟


  • دریم : – خارجې قواوې ځنګه مهارولاي سې ؟


  • ځلورم : – دهغه ترځنګ نوري کوم مخونه ښکارې ؟


  • پنځم : – دهغه لیاقت اوظرفیت ځومره دي ؟


  • شپږم : – دکاندید سابقه دهغه دمعاوینوسابقه ځه ده ؟ بایدپه ډیرغوروکتل سې .


  • اوم : – دهغه برنامه داقتصادي مشکلاتوپه حل کې ځه ده ؟


  • اتم : – دهغه کورنې – دهغه اسلامي – دهغه ګوندې یاتنظمي اوفکري میلا ن وځیړل سي ؟ یوه تجربه دافغانستان په لابراتوکي ځوځله تکرارسوه اونتیجه یې منفي داراووتله هغه داچي په افغانستان کي لاتراوسه سیاسي حالات دي ته نه تیارچی ګوندي یا اعتلافي اویا مسلحتي دولت دي پايښت ولرلای سي ددې په عوض باید دیوه ملی دولت په هکله فکروسې – نهم : په ټولوقومونوکي ملګري لرې اوکه په یوه قوم کي نفوذلري . ؟ځکه افغانستان قومي متعصبوتشکیلاتووران کړﺉ اوویجاړکړي دي اوس داسې یوه حرکت اوشخصیت ته ضرورت دې چي دتعصبه ډک نه وې بلکه ترتعصب يي دعدالت لوري غښتلي وې .


  • لسم : په کوم ګاونډې هیوادپورې تړلې دي ؟ ځکه زموږدګاونډیانوتنده سیالې دې حدته رسیدلې ده چي پاکستان په کندهاراوننګرهارکي دهند قونسلګري نه سې زغملاي نه روسان دپاکستان دقونسلګری سره په مزارشریف کی موافق دې نودهغه مزدورحکومت به ځنګه وزغمي همداسي ټول ګاونډیان خپل منځي مشکلات لري .


  • یولسم : په تیرودیرشوکالوکې دکاندید کړه وړه ځه وه ؟ داسي نه چي بیا خپل ملت سترګي دساړه جنګ داورپه ایروورړندي کړو.


  • دولسم : – دبشردحقوقو نه دسرغړوني ، جنګي جنایت ، قاچاق کي لاس لرنه اودملي شتمنولوټول بایدپه هیځ صورت له یاده ونه باسو،


  • دیارلسم : څومره پیسي مصرفوې اودکومې خواې یې کوې ؟ ځکه دکرزﺉ په ټاکلوکي ځو ځیزونوخلګ تباه کړه الف خوشباورې . ب : احساساتي برخوردکول . ج : دهغه لیاقت نه پرتله کول . د دپیسواستعمال . که چیري موږپه یوه کاندیدپه داسی یویه ترازووتلوکولاې سوچی دهغه وزن مالوم کړو اودنوروسره ېې پرتله کړو کولاي سوخپل کاندید وټاکو که داسي ونه کړو بیا تردي نامه لاندي چي داپښتون دي داپلانکی دي قومي ژبني خواته لمن ووهوکیداي سي دښمنانوته دنوري خرابي چانس په لاس ورکړو . اویواربیا دکرزی ناکامه کارنامي تکرارسي .


  • ځوارلسم : دهغه جرات اوپرخپل عزم ټنګیدل ځومره دي ؟


  • بله مهمه خبره زما له نظره داده چی دافغانستان مشکلات ډیرژوردي باید هغه منوراووطن دوسته خلګ باید یوکاري ټیم دمختلفواقشارولکه روڼ اندې ، قومي ښه مشران ، اودينی عالمانونه نه جوړسي دهغودلاري پرټولوکاندیدانوفشارراولودي ته یی وهڅوواوسپيني خبروورته وسې دهغه کمزورې اودیوه مناسب کاندید ښۍ کڼې ورته وښودل سې اوپریوه داسې کاندید چی افغانستان دروندوالې اواوسنې ستونځی حل کړاې سې دتوافق لاره هواره کړې ..

وسلام