کور / تازه خبرونه / خليلي د چين د پانګي اچوني او معدن کيندني څخه هرکلی کړئ دئ

خليلي د چين د پانګي اچوني او معدن کيندني څخه هرکلی کړئ دئ

نن دوشنبه د چين د کسينهاو اژانس سره په يو مرکه کښی د افغان ولسمشر دوهم مرستيال محمد کريم خليلي د حاجي کګ د اوسپني کان دپاره د ګاونډي هيواد چين د پانګي اچوني څخه هرکلی او پدې برخه کښي يې د چين هيواد د لا نورو همکاريو هيله څرګنده ده .

ده پخپله مرکه کښي وويل چي موږ له خپلو چينايي وروڼو څخه ډېره مننه کوو چي زموږ سره د معدن -کيندني په برخه کښي سرمايه ګذاري کوي او موږ له دوی نه غواړو چي زموږ د جنګ ځپلي هيواد سره په دې برخه کښي خپلو همکاريو ته لا دوام ورکړي .

د حاجي ګک کان يو غرنۍ سيمه ده چي د باميان په ولايت کښي موقيعت لري چي ويل کيږي په زياته اندازه اوسپنه لري او د دولت له خوا يې د اوسپني د راايستلو په موخه د بهرنيو پانګه اچونکو د جلب پلان تر لاس لاندي دئ .

خليلي همدانګه په افغانستان کښي د مخابراتو او سړک جوړوني په برخه کښي له چين څخه مننه وکړل .

د راپور له مخي چينايي کمپنۍ تېر کال په لوګر کښي هم د عينک د مسو کان دپاره د څو مليارډه ډالرو په قيمت سرمايه ګذاري کړې وه چي د ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژيم را وروسته تر ټولو لويه پانګه اچونه ګڼل کيږي . 

خليلي د حاجي ګک کان د پروژې د امينت  اړوند پوښتني ته په جواب کښي وويل چي پدې برخه کښي د کورنيو چارو وزارت د امينت خوندي کولو طرحه جوړه کړې ده .

د خليلي په وينا چين د افغانستان يو نژدې ملګری هيواد دئ او دواړه هيوادونه د ۱۹۵۵ کال راهيسي ښې ډيپلوماتيکي اړيکي لرلي دي .

چين د افغانستان د بيا جوړوني په برخه کښي د ۲۰۰۲ کال راهيسي تر ۱۷۰ مليونو زياتو امريکايي ډالرو مرستي کړي چي په کابل کښي يې د ۲۰ مليونو ډالرو په ارزښت يو غټ مجهز روغتون او د جمهوري رياست په ماڼۍ کښي يې د کنفرانس تالار يو ښه بېلګه ګڼلائ سو .