کور / راپور / د ميرمن کلتوري – ټولنيز بهير د ۴۰ مي غونډي رپوټ

د ميرمن کلتوري – ټولنيز بهير د ۴۰ مي غونډي رپوټ

د ميرمن کلتوري – ټولنيز بهير 40 اوونیزه غونډه د 1388 لمريزکال د وري په 22  چي د اپريل له 11 نيټي سره برابره ده د استقلال د ليسي د کتابتون په وړوکې تالارکې جوړه شوه .

د غونډې په پيل کې دميرمن بهير دووتنو  غړيو ته چي د کورنۍ غړي یې وفات شوي وو  دد عا لاسونه پورته او تسليت وويل شو .


غونډه د راحلې نوري په کوربه توب سره پيل  او  په لومړۍ برخه کې د تيرې اووني راپور چي  خاطرې  ليکلی و، مرضيې امین ولوست  دتيري غونډي له رپوټ وروسته راحلې نوري په  غونډه کې راغليو ميلمنو او نويو او غړيو ته په ښه راغلاست سره خپلي خبري  پيل کړې نوموړې وويل مونږ بايد وروسته له دي  په هره اوونۍ کې په يوه ځانګړي موضوع بحث او خبري وکړو او ياهم له اړتيا سره سم نظر موضوع ته په ځينو علمي مسايلو کې معلومات يا پريزنتيشن ورکړل شي .

      همداراز د راحلي نوري د خبرو په تأييد او دوام آغلي تورپیکۍ مومند هم زياته کړه چي ښځي بايد د ټولني په هر اړخ کې پرمختګ وکړي او افغاني ميرمني بايد په  ښو علمي مسايلو کې مخکښي واوسي موږهم بايد د نورو هيوادونو په څير په ښځو کې وتلي او مخکښي څيرې ولرو نوموړې په ګاونديو هيوادونو پاکستان کې د بي نظيربوټو او هندوستان کې د اندراګاندۍ مثال ورکړ.

   د غونډي  په دوهمه برخه کې په  څونورو مسايلو لکه په هره اوونۍ کې د غونډي د جوړيد په وخت ، د ميرمن بهير دکلنۍ عمومي غونډي او کلنۍ مشاعرې د جوړيدو په اړه اوږدې خبرې وشوې وپتییل شوه چې پښتنې میرمنې دې د اوږدې تیارې شپې ( یلدا) پر ځای د کال تر ټولو اوږده ورځ او لویه رڼا يعني د جوزا ديرشمه ولمانځي او په دغه ورځ دې هر کال د (( رڼا )) په نوم د میرمنو کلنۍ مشاعره جوړه شي .چې د تدارک کمیټه به یې په راتلونکې غونډه کې وټاکل شي .

    وروسته میرمن بهیر اړوند د يو ې نوي مجلي د خپراوي په اړه هم خبرې وشوې او  د مجلې د غړيو ټاکنه  لکه مسؤل مدير ،کتنپلاوي ، ليکوالاني ،ديزاینر او د مطالبو د راټولولو په اړه  خبري  وشوې دغه مجله به د صمیم ادبي ټولنې په مرسته خپریږي په دې اړه حیران او خان اغا احمدزي خبرې وکړې .

په غونډه کې له خبرو وروسته دا پريکړه وشوه اغلي اوږۍ  اميل به دا دنده ولري چي د مجلي لپاره ليکلي  مواد او مطالب راغونډ او چاپ ته به يي  چمتو کړي .

په دي لړ کې دبهیر يوې بلې غړې نظيفې نيازۍ دميرمن  بهير د غړيو لپاره د پيژندنې کارت وړانديز وکړ بيا د تورپيکي مومند له خوا په بهير کي د حاضري په هکله وړاندیز وشو .

وټاکل شوه چي د دي ټولو مسايلو او دغه راز د میرمن بهیر د کار ډلې او پنځه ګونو کمیټو او د زونونو د اړیکو د مسوولینو د ټاکلو په باره کې به په راتلونکې غونډه کې چې د شنبي په ورځ  جوړیږي وروستۍ پريکړه وشي .

د غونډې په بله برخه کې د ښکلا پکتياوالي د ( ميني تبليغي ) په نامه شعر باندې کره کتنه وشوه ، لومړی ښکلا پکتیاوالې  خپل شعر د بهير غړيو ته د تيلفون په کرښه واوراوو:
 


د مینې تبلیغي


زما د یار ســــره وعــــــــده ده څه اســـــانه نه ده

مینې پښتـــــــــو ترمنځ کــــــیسه ده څه اسانه نه ده

څه مې پوښتې چې رنګ دې ژیړ او رانه لاس چاپیر کړې

په زړه مې بل شـــان زلزله ده څــه اســــــــانه نه ده

ستوري ، سپوږمۍ رانه چاپیره ستــــــــــا پر لار ولاړه

اوس مې د شپې په غیږ کې شپه ده څــه اســــــــانه نه ده

مه مې دیدن ته دراتــــــلو لارو ته چـــــل جوړوه

سړي خوره زموږ کوڅـــــــــه ده څــه اســــــــانه نه ده

هسې نه ستړی شـــــــــــــــې ، دچا په مینه ورک زړګیه

د انتظــــار لاره اوږده ده څــه اســــــــانه نه ده

نور به د مینـــــې تبلیغــــــــي کوم دیــــار کلي کې

زما ټــــول عمـــر اراده ده څــه اســــــــانه نه ده

لاس مې هم نه رسي دسیــــــــــورو او دستورو ترمنځ

آسمان تر مځکــــې فاصله ده څــه اســــــــانه نه ده

پام د ښکلا سترګــــــــــو ته ست و حیـــــــا مه جوړ وه

شونډو دې بیـــا جوړه بوسه ده څــــه اســــــــانه نه ده 
 
 
د ښکلا پکتياوالې په شعر تورپیکۍ مومند ، مقریې وردګ ، ادیبې ادیب ،شګوفې امین ، سپوږمۍ ،اوږۍ ،اوهیلې خبرې وکړې دښکلا پکتیا والې د شعر ستاینه یې وکړه .

  د غونډې په وروستۍ برخه چي د مشاعري برخه وه او د بي بي سي راديو د ادبي او هنري خپرونې د مسوول حکیمي صاحب له خوا ثبتيدله د اغلې اوږۍ اميل له خوا پرمخ بيول کيدل  چي د مشاعر د پروګرام په سر کې  ګرانې کليوالي پښتنې پکتيا والې خور د ټیلفون له لارې خپل غزل و لوست ورپسې د ( درخانۍ ) اوونیزې مرستیالې تکړه شاعرې ميني صابر وردک ، مرضيې امين ،نظيفي جاني نيازۍ، اديبي اديب ، تورپيکۍ مومند او اغلې اوږۍ اميل خپل شعرونه ولوستل .


همداراز ددغې اوونۍ ډیره فعاله نجلۍ راحله نوري وه چې د ميرمن کلتوري – ټولنيز بهير له خوا چمتو شوې ډالۍ او سوغات ورته ورکړل شو او ددې د لا زیاتو بریو هیله وشوه .

    د غونډي په پای کې د صميم ادبي ټولنې له خوا هرې يوې غړې ته دري ، دری ټوکه تاريخي او ادبي کتابونه او مجلې او د عزيزي بانک يوه یوه ګڼه مجلي او د ( درخانۍ ) اوونیزه او یوشمیر نور نشرات وويشل شول .او ښاغلي امین زي په میدان وردګو ولایت کې د مڼې ګل مشاعرې او په دې مناسبت د ۱۲ کتابونو د چاپ په اړه خبرې وکړې . په غونډه کې په کویټه کې د تکړه او وتلې شاعرې وږمې درانۍ د (تاندې جذبې) په نامه د شعرونو د مجموعې په خپراوي خوښي څرګنده شوه او دغې پښتنې خور ته د لا زیاتوبریو هیله وشوه.

د ميرمن کلتوري – ټولنيز بهيرپه دې غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلو نکې غونډه کې د ( نیمګړې مینه ) تر سرلیک لاندې د آریا حافظ پر لنډه کیسه کره کتنه وشي چې آغلې ادیبه ادیب به پرې نقد لیکي او په راتلونکې غونډه کې به یې لولي ، په غونډه کې دغه کیسه وویشل شوه .

یاده دې وي چې دمیرمن کلتوری ـ ټولنيزبهير اوونیزې غونډې د هرې شنبې ورځې د ماسپښین په یوه نـیمه بجه د استقلال په لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړیږي.