کور / رسنۍ / د دانش پريس الفت او د بېنوا اورګ ښکلا نوي ګڼي چاپ سولې

د دانش پريس الفت او د بېنوا اورګ ښکلا نوي ګڼي چاپ سولې

د بېنوا فرهنګي ټولنې (www.Benawa.Org) پوهنيزې،فرهنګي او ټولنيزې دوه مياشتنۍ خپرونې ښکلا۳۷مه) اووم کال لومړۍ،پرله پسې اووه دېرشمه ګڼه،وږی – تله ۱۳۸۷۹(چاپ شوه.
د پښتتۍ په لومړي مخ د ارواښاد استاد خادم او عبدالله بختاني انخورونه ليدل کېږي،دغه ګڼه چې ښاغلي ارواښاد خادم ته ځانګړې شوې ډېری ليکنې دهمدې درانه ليکوال په اړه پکې خپرې شوي.
د ښکلا په دې ګڼه کې د ښاغليو حبيب الله رفيع،اسدالله غضنفر،عبدالغفور لېوال،پوهنمله رحيمه، معصوم هوتک،هارون خپل،استاد نوميالی،پوهنمل نوزادي،رحمت آريا،ستانکزي، عبدالنافع ثنا، پروفيسر رشيد او نورو ليکنې او هم د ښکلا په مېلمستون کې د استاد خادم دنژدې ملګري او شاګرد عبدالله بختاني مرکه مه هېروئ.
همدا شان دښکلا بله ګڼه – ۳۸مه)اووم کال،دويمه پرله پسې اته دېرشمه ګڼه،لړم-ليندۍ ۱۳۸۷( چاپ شوه.
د پښتۍ پر لومړي مخ د فسلطيني مقاومت د نامتو شاعر محمود دروېش او احمد فراز انځورونه تر سترګو کېږي،چې په منځپانګه کې يې په اړه په زړه پورې کرښې کښل شوي.
مجله ۷۲ مخه لري چې پکې د ښاغليو/آغليو پوهنملې رحيمې،معصوم هوتک،هارون خپل، استاد نوميالي،شهرت ننګيال،پوهنمل نوزادي،اکاډميسين لايق،احسان الله درمل،محمدشاه، ستانکزي، عبدالنافع ثنا،پروفيسر رشيد ليکنې او هم د احمد فراز ديوې مرکې پښتو ژباړه چې ښاغلي احسان الله درمل ژباړلې خپرې شوي.


ښکلا مجله په ټوله نړۍ کي په اساني سره ترلاسه کيدای سي ،که غواړئ ستاسو کور ته هم ورسيږي لاندي تړاو کښېکاږئ :

www.larawbar.net/detail.php?id=6000


د اړيکو او ترلاسه کولو لپاره :


ښکلا مجله
موسی خان سړک
 هرات دروازه – کندهارښار
 افغانستان
 Email Skala.Afg@gmail.com
Call & SMS +93700311279


په بهر کي د ښکلا ترلاسه کولو ، يا په ښکلا کي د تجارتي اعلانونو دخپراوي لپاره په لاندي پته تماس ټينګ کړئ :


Skala Magazine
Post Box 4400
2003EK HAARLEM
The Netherlands
Call &SMS +31622303611
abdullah.ehsan@gmail.com


 











د دانش خپرندويې ټولنې (www.DanishPress.Com) د ادبي او کلتوري خپرونې الفت نوې ګڼه)اووم کال لومړۍ،پرله پسې ۳۷مه ګڼه،چنګاښ-زمری ۱۳۸۷( تازه له چاپه راووته.
الفت داځل هم دتېر پشان په زړه پورې علمي،ادبي،کلتوري،تاريخي او نورې په زړه پورې ليکنې خپرې کړي چې هره يوه يې په لوستلو ارځي.
دپښتۍ په لومړي مخ دپسرلي ښکلی انځور او دمجلې په ټنډه د ارواښاد استاد الفت له پنده ډک شعر تر ستر ګو کېږي.
د الفت دا ګڼه ۱۲۸ مخونه لري چې په ۸۴ مخونو کې د ښاغليو مولوي نورالله وفا،محمد نوين آرين،دکتور زيا، دکتور عبداللطيف يادطالبي،پروين ملال،شوکت ترين،اجمل ښکلی،منصورخان،نور البشر نويد،عبدالرحيم هلال،سعدالله جان برق،نور الامين يوسفزی،طاهر اپريدی،راشد خټک،بارکوال مياخېل،محمديار يار، اعتبار اپريدی او په پاتې مخونو کې چې دکره کتنې برخه ده د رحمت شاه سائل،فيصل فاران-دوه لیکنې-،مشتاق الرحمان شفق،صيد خير محمد عارف،قمر راهي، خالد پښتون او م.ا.توحيديار تنقيدي ليکنې دلوستونکيو تنده ماتوي. او په وروستۍ برخه کې د دانش خپرندويې ټولنې او نورو له خوا دتازه چاپ شويو کتابونو خبرتياوې ليدل کېږي.
مينه وال يې له لاندې پتو څخه ترلاسه کولای شي:
کابل : دڅلورمې حوزې څلورې،مروراريد هوټل ته مخامخ،ملي مارکېټ – د اسد دانش مطبعې دفتر، او د ميوند جادې د پخته فروشۍ په کوڅه کې دانش کتاب پلورنځي.
پېښور: يونيورسټي کتاب پلورنځی،خيبر بازار،دانش کتاب پلورنځی،کيسه خوانۍ بازار.
او په نورو ولاياتو کې د الفت له استازيو سره اړيکې ونیسئ.
بهر مېشتي لوستونکي يې پر دغو پتو ترلاسه کولای شي:


www.danishpress.com
danish2k2000@yahoo.com