کور / تازه خبرونه / كندهار: د ولايتي شورا غړې ترور سوه

كندهار: د ولايتي شورا غړې ترور سوه

نا معلومو وسله والو د كندهار په ښار كي د دغه ولايت د شورا ښځينه وكيله ووژله.
د كندهار د پوليسو چارواكي وايي مېرمن ستاره اڅكزۍ د يكشنبې په ورځ ماپښين څلور بجې كور ته په لاره كي وه، چي د پر موټرسايكل ناستو وسله والو له خوا په پنځمه ناحيه كي د خپل كور مخته په نښه سوه او پر هغه ځاى يې ساه وركړه.
د كندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزى د مېرمن اڅكزۍ وژنه تائېدوي، خو د هغې د مړيني مسئوليت يې د چا پر غاړه نه دئ اچولئ.
مېرمن ستارې اڅكزۍ په كندهار كي تر وكالت دمخه په المان كي د هجرت ژوند كاوه، چي څو كاله وړاندي له خپل خاوند ډاكټر دروېزه اڅكزي سره كندهار ته را ستنه سوه او د ۲۰۰۵ كال په انتخاباتو كي يې د كندهار ولايتي شورا ته ځان كانديد كړ.
آغلې اڅكزۍ د افغانستان په يوه مشهوره روشنفكره، علمي، فرهنګي او په سياست پوري تړلې كورنۍ كي زېږېدلې وه.
پنځه څلوېښت كلنه ستاره اڅكزۍ د دوو اولادونو مور او د ويښو زلميانو د بنسټ ايښودونكي محمدانور خان اڅكزي، مشهور ليكوال او سياستوال ارواښاد محمدعلم بڅركي او د افغانستان د علومو اكاډمۍ د غړي كانديد اكاډمېسن ظاهر افق په كورنۍ پوري يې اړه درلوده.
د كندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع وايي د هغې د قاتلينو د نيولو دپاره يې سيمه كلابند كړې، خو تر اوسه څوك په لاس نه دي ورغلي.
په تېرو كلونو كي د نامعلومو وسله والو په بريدونو كي د كندهار ډېر لوړ پوړي نارينه چارواكي ترور سوي، خو د ۲۰۰۸ كال د سپټمبر په مياشت كي د كندهار د ښځينه پوليسو يوه افسره ملالۍ كاكړ هم د وسله والو په بريد كي وژل سوې وه، چي طالبانو يې مسئوليت پر غاړه اخيستئ وو.
همدا راز په ۲۰۰۶ كال د كندهار د ښځو د چارو رئيسه مېرمن عمه جانه هم وژل سوې وه، چي چارواكو يې په تور څو كسان وهم نيول.