دهلمند ولايت وښوونکوته دري ورځنۍ ښوونيږ سمينار په لاره واچول شو
د هلمند ولایت: نن دوری دمياشتی په ٢٣ مه نيټه، دمخدره توکو د اضرارو ترعنوان لاندی دری ورځنی سمينار دهلمند ولايت وښوونکوته دنوموړی ولايت دپوهنی رياست په تالارکی پرانيستل شو .
نوموړی سمينار د مخدره توکو پرضد دمبارزی رياست په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری په لاره اچول شوي، چی ددی ولایت ١٥٠ تنو ښوونکو ګډون کړی چی له مخی به ارزښتناکه معلومات ترلاسه کړی.
دیادونی وړدی چی دورته ورکشاپونو پرانستل به دښوونکو دپوهی دلوړلو په کچه کی دنوی روزنی داصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی.
شاوخوا څلورسوه و فارغانو د تدريس په موخه ازاده سيالي وكړه
د بغلان ولایت: د بغلان ولایت په ښوونځيو كې د تدريس په موخه شاوخوا څلورسوو تنو د دولسمو ټولګيو فارغانو د يوې آزادې سيالۍ په موخه ازموينه وركړه.
د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د يکشنبې په ورځ شاوخوا څلورسوو د دولسمو ټولګيو فارغانو د بغلان ولايت د پوهنې رياست په تالار كې ددغه ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.
د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.
ایجاد و تاسیس ليسه زراعت در ولایت بامیان
ولایت بامیان: امروز 23 حمل، لیسه زراعت در مرکز ولایت بامیان توسط حبیبه سرابی والی ولایت و محمد رضا ادا رئیس معارف آن ولایت بامیان با داشتن 80 تن شاگرد افتتاح گردید.
در مراسم افتتاح لیسه متذکره متنفذین قومی، اعضای شورای ولایتی، استادان و شاگردان نیز حضور داشتند.
گفتنی است شاگردان متذکره فعلاً توسط 10 استادان در حویلی کرایی مصروف آمورش هستند.