هغه ورځ چې په استاد محمد اسمعيل يون پسې يوه ليكنه ولوسته چې په زياتو مواردو كې يې د هغه پر شخصيت هم تېر كړى و، خو ښه و استاد هم په ځواب كې داسې ليكنه وكړه چې هغه ليكوال ته يې اخلاقي شكست وركړى و، په دې اړه زيات څه ويل نه غواړم.
بله ورځ مې په اتمر، احدي او نورو وزيرانو پسې ليكنې ولوستې، په ښاغلي كرزي پسې خو هره ورځ يوه يا دوې نوې ليكنې كېږي چې زموږ سايټونه ورڅخه ډك دي او دا ډول ليكنې خورا اسانه شوي هم دي، اول مو ليكوال يوه ستونزه يادوي، وروسته په ښاغلي كرزي او نورو پسې خوله خلاصوي چې دوى دا نه دي كړي، داسې يې كړي او داسې بايد وكړي.
زه دا منم چې ولسمشر مو له لوى اكثريت سره څومره ستره جفا كړې او په تېرو كلونو كې يې خپل وروڼه هم كنټرول نه شواى كړاى، وطن به څه كنټرول كړي، خو راځئ يو څه په خلاصو سترګو حالاتو ته وګورو.
زه حيران يم چې زموږ دا ليكوال چې ځانونو ته د ټولنې سترګور كسان وايي، ولې يوازې په خپلو پسې قلم رااوچت كړى دى؟ ولې هغه نور جنايتكاران نه رسوا كوي او يا يې په اړه ليكنې نه كوي چې روان بحران يې د اعمالو يوه نتيجه ده؟ ولې يې هغه كسان هېر كړل چې د تنظيمي جګړو پر مهال يې پر افغانانو څه غوبل جوړ كړى و؟ همدا اوس ډول- ډول تعصباتو ته دوى لمن نه وهي؟
همدا اوس چې څومره رسنۍ په كابل كې فعاليت لري، له اخبارونو رانيولې تر ټلويزيونونو او راډيوګانو پورې ټول راپسې دي او خوله يې خلاصه كړې، څوك مو سپكوي، څوك مو القاعده بولي، څوك مو نېكټايي لرونكي طالبان او څوك مو وحشيان، زه نه يم خبر چې زموږ ليكوال ولې دغسې حياتو مسئلو ته پام نه كوي، يوازې يې د خپلو خلكو پل اخيستى او د هغوى نيمګړتياوې څېړي، زه حيران يم چې دا نيمګړتياوې يوازې په موږ كې شته، چې هم دا نور خلك راپسې دي او سپكوي مو، هم مو خپل ليكوال نه پرېږدي.