طالبانو د مولانا فضل الرحمان او پيپلز ګوندونو تر لسو زيات كسان ونيول.
پېښه پرون په باجوړ ايجنسي كي هغه وخت رامنځته سوه، چي د يادو سوو ګوندونو غړي د سيمي د ښځينه اوسېدونكو دپاره د بې نظيربوټو د خيره موسسې د مالي مرستو په وېشلو اخته ول.
د مولانا فقيرمحمد د طالبانو يوه مشر د دغو كسانو د نيولو مسئوليت پر غاړه واخيست او وايي دوى يې ځكه ونيول چي د طالبانو د مشر له پرله پسې خبرداريو سره- سره يې په سيمه كي فعاليت ته دوام وركړى وو.