کور / تازه خبرونه / سمنګان: په لومړي ځل ځانمرګى بريد وسو

سمنګان: په لومړي ځل ځانمرګى بريد وسو


د يكشنبې په ورځ سمنګان په مركز ايبكو كي ځانمرګى بريد وسو، چي د پوليسو په وينا يو تن يې ټپي كړ.
د سمنګان امنيه قومندان شراف الدين شرف وايي بريد كوونكى پر پښو روان وو چي خپل ځان يې امنيه قومندانۍ ته نيژدې وچاودئ او يو تن يې ټپي كړ.
د نوموړي په وينا دا په افغانستان كي د ځانمرګو بريدونو تر رواجېدو وروسته د خپل ډول لومړى ځانمرګى بريد دئ، چي په سمنګان كي كېږي.
سمنګان د افغانستان په شمالي ولايتونو كي هغه ولايت دئ، چي د طالبانو فعاليتونه پكښي پر نست حساب ول، خو له ننني بريد د سمنګان ولايت اوسېدونكو ته هم د خطر زنګ وواهه.